د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټه پرانېستل شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټه، د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج ذبیح‌الله صمیم تر مشرۍ لاندې او د خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلی پوهندوی محمد ولي امیني, د خونې د مدیره پلاوي غړو, ښاغلي الحاج محمد یوسف یوسفي، ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي او ښاغلي الحاج هېواد باز، د خونې سلاکار, ښاغلی اسدالله فروغیار او د یادې کمېټې د یو شمېر غړو په شتون کې، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي ډول پرانېستل شوه.
 
ښاغلي امیني، د خونې د تخصصي کمېټو د فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د مخابراتي، معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا تخصصي کمېټې له غړو یې وغوښتل، چې خپلې ټولې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه د اړوندو دولتي ادارو سره د شریکولو او تعقیب په موخه، د همدې کمېټې له لارې له خونې سره شریک کړي.
ښاغلي صمیم، د خونې له عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي د غړو له باور څخه مننه وکړه او د هېواد د ټکنالوجۍ او مخابراتي سکټور د ودې او پراختیا په برخه کې یې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ. نوموړي، نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د عصري ټکنالوجۍ له کارونې سره تړلی وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سکټور د ستونزو او ننګونو د انعکاس په برخه کې به له خونې سره خپلې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی انجینر اکمل اعلام د مرستیال او ښاغلی ابراهیم فتح‌زاده د منشي په توګه په رسمي ډول معرفي شول.
 
دوشنبه، غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵