د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټوکرو او کالیو تخصصي کمېټه پرانېستل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تخصصي کمېټو د پرانېستې د لړۍ په دوام، دا ځل د خونې د ټوکرو او کالیو تخصصي کمېټه د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج ابوعبید موسی، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي پوهندوی محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړو، ښاغلي الحاج میرویس کټوازي او ښاغلي الحاج خان محمد صافي، او د یادې کمېټې د یو شمېر غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي ډول پرانېستل شوه.
 
ښاغلي امیني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ټولو سوداګرو ګډ کور وباله او د دې ډول کمېټو جوړېدل یې د بېلابېلو سکټورونو، په ځانګړې توګه د ټوکرو او کالیو سکټور د ستونزو د تخصصي ارزونې او ورته د اغېزمنو حل‌ لارو د موندلو په برخه کې مهم او ارزښتناک وبلل. نوموړي همدارنګه د دې سکټور د ستونزو د حل او له اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو په برخه کې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي موسی د خونې د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ټوکرو او کالیو سکټور د ستونزو د مطرح کولو په برخه کې به له اړوندو ادارو سره د خونې نږدې او هر اړخیزه همکاري ولري. نوموړي همدارنګه د کمېټې له غړو وغوښتل چې په اتحاد او اتفاق سره لاسونه سره ورکړي او په هېواد کې د ټوکرو او کالیو د یوې سترې تولیدي کمپنۍ د جوړولو لپاره ګډه پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي محمد رفیق صدیقي او وحیدالله نېکزاد د مرستیالانو او احمد فهیم نعیم د منشي په توګه په رسمي ډول معرفي شول.
 
دوشنبه، غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵