د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانیزو او زیربنایي تخصصي کمېټې دویمه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې دویمه ناسته، د دې کمېټې د رئیس او د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي میرزمان پوپل، او همدارنګه د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د مشرتابه د نورو غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
 
د ساختماني شرکتونو مسئولانو او د یادې کمېټې غړو، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه، په ځانګړې توګه په بېلابېلو دولتي ادارو کې د پخوا پلي شویو پروژو د پورونو اړوند، مطرح کړل او د خپلو ستونزو د حل په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الحاج حمیدالله حبیبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ودانیز او زیربنایي تخصصي کمېټې د غړو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د خپلو خبرو د لنډیز په ترڅ کې یې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له ټولو شرکتونو وغوښتل چې خپلې ستونزې له اړوندو اسنادو سره په لیکلي بڼه له خونې سره شریکې کړي، څو خونه وکولای شي د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
 
شنبه، غویي ۱۹مه، ۱۴۰۵