د درملو او طبي وسایلو د تخصصي کمېټې دویمه ناسته د شته ستونزو د پېژندنې او ورته د مناسبو حل لارو د موندلو په موخه، د دې کمېټې د رئیس او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي سید احمد نورزاد، تر مشرۍ لاندې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، او د یادې کمېټې د مشرتابه د نورو غړو په ګډون، د خونې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
ښاغلي امیني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د تخصصي کمېټو د فعالیتونو اساسي موخه د سوداګرو ستونزو ته تخنیکي او اغېزمنه رسېدنه وبلله او د درملو او طبي وسایلو د تخصصي کمېټې د غړو له همکاریو او هڅو څخه یې د دې سکټور د ستونزو او ننګونو د پېژندنې په برخه کې مننه وکړه. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې خونه به د سوداګرو ستونزې له اړوندو حکومتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې او تعقیب کړي.
د تخصصي کمېټې غړو د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې موجودې ستونزې او ننګونې مطرح کړې او له خونې یې وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي نورزاد د دې ډول ناستو پر اهمیت د همکاریو د پیاوړتیا او د دې سکټور د فعالیت کوونکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ټینګار وکړ او د کمېټې د غړو د نظرونو او تجربو شریکول یې د درملو او طبي وسایلو د سوداګرو د تخصصي او تخنیکي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل. نوموړي د دې سکټور ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ هم ورکړ.