د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه د دې کمېټې د رئیس او د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج خالد مجید، له لوري د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، په حضور کې د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.ښاغلي امیني د تخصصي کمېټو، په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې پر اهمیت او د هېواد د بېلابېلو سکتورونو په وده کې د هغې پر رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د بډایو کانونو او په هېواد کې د ډبرو د پروسس د پرلهپسې ودې په نظر کې نیولو سره، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو تخصصي کمېټه کولای شي د دې سکتور په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. نوموړي د کمېټې له ټولو غړو او د ډبرو د سکتور له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اړوندو حکومتي ادارو سره د شریکولو لپاره د همدې کمېټې له لارې له خونې سره شریک کړي.ښاغلي الحاج خالد مجید د خونې د رئیس او مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به په چټکۍ سره وڅېړي او د خونې له مشرتابه او اړوندو حکومتي ادارو سره به یې شریکې او تعقیب کړي.د یادونې وړ ده چې ښاغلي ملک فیصل سکندري او عزیزالله حسینخېل د دې کمېټې د مرستیالانو په توګه او حمیدالله حسینزاده د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د تخصصي کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵