د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال د کارګر نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت په هغې ناستې کې ګډون وکړ چې د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحادیې (امکا) له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت په انسټیټیوت کې چې د کابل په افشار سیمه کې موقعیت لري، جوړه شوې وه.
 
په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالمنان عمري او د هېواد د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر استازو هم ګډون درلود.
ښاغلي سلیمان‌خېل د کارګر نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ، د کارګر، کار ورکوونکي او حکومت ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او د کار نړیوال سازمان (ILO) اصولو ته په اشارې سره یې د یادو بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له ۱۳۱۳ لمریز کال راهیسې د دې سازمان غړیتوب لري.
ښاغلي سلیمان‌خېل همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د کار ګمارونکو په استازیتوب د کار نړیوال سازمان په کلنیو ناستو او پروګرامونو کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه فعاله ونډه لري او د کارګرانو د حقونو د ملاتړ، د کاري چاپېریال د ښه والي، د کارموندنې د رامنځته کولو او له حکومتي ادارو سره د همکاریو په برخه کې یې د خصوصي سکټور پر دوامداره ژمنتیا ټینګار وکړ.
 
چهارشنبه، غویي ۱۶مه، ۱۴۰۵