د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صرافۍ او مالي خدمتونو تخصصي کمېټې خپلې ستونزې د خونې له مشرتابه سره شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي میراجان سلیمان‌خېل، په شتون کې، د صرافۍ او مالي خدمتونو د تخصصي کمېټې له رئیس، ښاغلي سخي احمد نورزاد، او د دې کمېټې د مشرتابه له یو شمېر غړو سره د عمومي ریاست په دفتر کې لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي نورزاد د هېواد د صرافانو، په ځانګړې توګه د سرای شهزاده د صرافانو اساسي ستونزې یادې کړې، چې پکې په میوند بانک کې خپلو پیسو ته د نه لاسرسي ستونزه، د مالیاتو د ارزونې په برخه کې د اسانتیاوو نشتوالی، د صرافۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره د بانکي تضمین د کچې لوړوالی او همدارنګه د صرافانو او د هغوی د کورنیو غړو لپاره د وسلې د کارټونو ستونزې شاملې وې. نوموړي د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ لازمې همکارۍ ترسره کړي.
ښاغلي هاشمي د صرافۍ سکټور رول د سوداګریزو فعالیتونو په بهیر کې، خلکو ته د مالي خدمتونو په وړاندې کولو او د سوداګرو د پیسو د لېږد په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې صرافانو توانېدلي دي چې د هېواد څخه بهر د سوداګرو په راکړه ورکړه کې اغېزمن رول ولوبوي او تر یوه بریده د بانکي نظام موجوده تشه جبران کړي. نوموړي همدارنګه د خصوصي سکتور په استازیتوب د صرافانو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د یادو ستونزو د تعقیب او حل په موخه یې د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، ته لارښوونه وکړه څو موضوع له اړوندو حکومتي ادارو سره شریکه او تعقیب کړي.
په دې لیدنه کې د خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي هېواد باز، او د هېواد یو شمېر صرافانو هم ګډون درلود
 
سه‌شنبه، غویي ۱۵مه، ۱۴۰۵