په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر، ښاغلي سادین آییلدیز سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د ودې په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
 
په دې لیدنه کې، ښاغلي آییلدیز د ګډ سوداګریز مرکز پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او هغه یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تولیدي ظرفیتونو، طبیعي سرچینو، د پانګونې فرصتونو د معرفي او د شرکتونو د معلوماتو د شریکولو په برخه کې مهم وباله. نوموړي زیاته کړه چې دغه ګډ سوداګریز مرکز کولای شي د سوداګرو لاسرسی اړینو معلوماتو ته اسانه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د ودې زمینه برابره کړي.
ښاغلي هاشمي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، ترکیه د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د خپلې مهمې جغرافیایي موقعیت او پراخو طبیعي سرچینو په لرلو سره د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال لري. نوموړي همدارنګه د هېواد د خصوصي سکتور چمتووالی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ترکیې ته د تازه مېوو، وچو مېوو او زعفرانو د صادراتو د زیاتوالي لپاره څرګند کړ، څو له دې لارې اروپایي بازارونو ته هم لاسرسی پراخ شي.
د خونې عمومي رئیس د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د ګډ سوداګریز شورا پر جوړېدو ټینګار وکړ او هغه یې د همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلو لیدنو د زیاتوالي لپاره اغېزمن وباله. نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه چې ترکي سوداګر دې وهڅول شي څو د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.
په دې لیدنه کې د فاریاب د سوداګرۍ خونې مرستیال، ښاغلي شاه محمد خان، او د ترکیې د سفارت اقتصادي سلاکار هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غویي ۱۴مه، ۱۴۰۵