د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو د چین د ایوو ښار له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، محترم الحاج سید کریم هاشمي او د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو د چین د ایوو ښار له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دې لیدنه کې افغان سوداګرو خپلې اساسي ستونزې او ننګونې مطرح کړې او د خونې څخه یې غوښتنه وکړه چې د دوی ستونزې له اړوندو مسوولانو او د چین د ولسي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او په دې برخه کې ورسره هراړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي هاشمي د سوداګرو ستونزې له نږدې واورېدې او د پانګونې لپاره یې د هېواد شته ظرفیتونه ښه فرصتونه وبلل. هغه په چین کې مېشت افغان سوداګر وهڅول چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او ده ډاډ ورکړ چې خونه به د دوی ستونزې له اړوندو کورنیو بنسټونو او چینايي چارواکو سره د شریکولو او تعقیب په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیع‌الله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، غويي اومه، ۱۴۰۵