د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي چې د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ د چین ولسي جمهوریت ته سفر کړی، د ایوو ښار د نیمهقیمتي ډبرو د صنعت له ډیجیټلي مرکز څخه لیدنه وکړه.
دا مرکز د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو په برخه کې له مهمو سوداګریزو او ډیجیټلي مرکزونو څخه شمېرل کېږي چې د دې محصولاتو په بازارموندنه، بستهبندۍ او نړیوالو بازارونو ته په صادرولو کې مهم رول لري.
ښاغلي هاشمي او ورسره مل پلاوي د دې مرکز له بېلابېلو برخو لکه د انلاین پلور سیستمونه، ډیجیټلي نندارتونونه او د زینتي ډبرو په صنعت کې د برېښنايي سوداګرۍ نوې لارې چارې وکتلې.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي الحاج عبدالاحد صدیقي، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړیو، الحاج محمد یوسف یوسفي، الحاج ګلمیر امیني، الحاج مطیعالله ګردېزي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج خالد مجید، د کندهار د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج بهاوالدین، د بلخ د خونې مرستیال، ښاغلي الحاج نصیر احمد سلطانزاده او د هېواد یوشمېر مخکښو سوداګر هم ګډون درلود.