چین ته د افغانستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي سفر

د چین په رسمي بلنه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سیدکریم هاشمي په مشرۍ د افغانستان لوړپوړی سوداګریز پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د ګډو پانګونو د جلب او له چینایي سوداګرو سره د سوداګریزو ناستو د ترسره کولو په موخه نن جمعه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې هغه هېواد ته ولاړ.
 
په دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سره د افغانستان دغه درانه سوداګر ملتیا کوي:
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ولایتي مرستیال، ښاغلی فیض احمد خوافي؛
- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلی الحاج عبدالاحد صدیقي؛
- د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلی الحاج بهاوالدین؛
- د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، ښاغلی الحاج نصیر احمد سلطان‌زاده؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج محمد یوسف یوسفي؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج ګلمیر امیني؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج مطیع الله ګردېزي؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی سخي احمد نورزاد؛
- د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، ښاغلی الحاج خالد مجید؛
 
جمعه، غويي څلورمه، ۱۴۰۵