د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د قرغیزستان سفیر، ښاغلي تورداکن سیدیکوف سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او په نږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته د افغانستان د سوداګریز پلاوي د سفر په اړه یې خبرې وکړې.ښاغلي سیدیکوف د دې لیدنې اساسي موخه د معلوماتو شریکول، د قرغیزستان د خونې رئیس، اقتصادي مسوولانو او همدارنګه د قرغیزستان د سترو تولیدي شرکتونو سره د خونې د عمومي رئیس د لیدنو د تنظیم همغږي وبلله.هغه له ښاغلي هاشمي وغوښتل چې د هغو سوداګرو نوملړ ورسره شریک کړي چې غواړي په دې سفر کې برخه واخلي څو ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. هغه افغانستان ته د درملو صادرولو لپاره د قرغیزستاني سوداګرو بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او دا سفر یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو نندارتونونو د جوړولو، د پانګونې د ظرفیتونو ته د لاسرسي، د سوداګریزو شریکانو موندلو او د قرغیزستان په بازارونو کې د افغان سوداګرو د حضور لپاره یو ښه فرصت وباله.د قرغیزستان سفیر د خونې له فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې کړنې یې بریالۍ او وستایلې، او د دغو بریاوو له کبله یې د خونې عمومي رئیس ته مبارکي وویله.ښاغلي هاشمي د دې سفر د پروګرامونو په تنظیم کې د قرغیزستان د سفیر له همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې خونه په بشپړه ژمنتیا هڅه کوي چې خپلې سوداګریزې اړیکې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قرغیزستان سره پراخې کړي. هغه د زېربناوو، درملو، کانونو، صادراتو او وارداتو په برخو کې د ګډو پانګونو لپاره د دواړو هېوادونو شته فرصتونه او ظرفیتونه مهم وبلل او د خونې لخوا یې د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو او د قرغیزستاني سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.د خونې عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاویو تبادله د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې اغېزمنه وبلله او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډې سوداګریزې شورا د پرانیستلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ څو سوداګریزې ستونزې حل او د پانګونې پراختیا یقیني شي. هغه له سفیر څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي چې د سفیر له لوري یې تود هرکلی وشو.همدارنګه، په دې غونډه کې دواړو لوریو د لا زیاتو سوداګریزو سفرونو د دوام او د دواړو هېوادونو په بېلابېلو ولایتونو کې د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.چهارشنبه، غويي دویمه، ۱۴۰۵