د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د قزاقستان سفیر، ښاغلي ګزیزاکباسوف سره د خونې په عمومي ریاست کې وکتل او په نږدې راتلونکې کې د دې هېواد د مرستیال صدراعظم په مشرۍ د لوړپوړي سوداګریز پلاوي د سفر په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.ښاغلي هاشمي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، کانونو او طبیعي سرچینو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، په افغانستان کې د یاد هېواد پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې او امکانات برابرېږي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. هغه وايي، د افغانستان خصوصي سکتور له قزاقي سوداګرو او پانګوالو سره د پانګونې او همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.د خونې عمومي رئیس زیاته کړه، خونه په پام کې لري یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې تعقیب او حل کړي، او له دې لارې د پانګونې اړوند موضوعات او مهم سوداګریز معلومات له سفارت او هغو قزاقي سوداګرو سره شریک شي چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لېوالتیا لري. سربېره پر دې، ښاغلي هاشمي په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو د دایمي نندارتون د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.ښاغلي اکباسوف د عمومي رئیس وړاندیزونه وستایل او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي په موخه به ډېر ژر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم په مشرۍ یو سوداګریز پلاوی کابل ته سفر وکړي. هغه د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د پروګرامونو په تنظیم او د نندارتونونو په جوړولو کې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.نوموړي همداراز د ګډ سوداګریز شورا جوړول مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو د دایمي نندارتون د جوړېدو لپاره به لازمې همکارۍ ترسره کړي.سهشنبه، د غويي لومړۍ، ۱۴۰۵