د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د درملو او طبي وسایلو او همدارنګه د زېربنا او ودانیزو چارو تخصصي کمېټې په رسمي ډول پرانیستل شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د تخصصي کمېټو د جوړېدو د لړۍ په دوام، دا ځل د درملو او طبي وسایلو کمېټه او د زېربنا او ودانیزو چارو کمېټه د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې په رسمي ډول پرانیستلې.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د دغو کمېټو جوړېدل د درملو، روغتیايي خدمتونو او همدارنګه د زېربنا او ودانیزو چارو سکتور د فعالیتونو په تنظیم او انسجام کې اغېزمن وبلل او د نړیوالو معیارونو سره سم د ایماندارۍ او صداقت پر بنسټ خلکو ته د باکیفیته خدماتو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
هغه د ودانیزو چارو بهیر د خلکو له مهمو اړتیاوو څخه وباله او له ټولو پانګوالو او د زېربنا او ودانیزو چارو کمېټې له غړو یې وغوښتل چې د ودانیزو پروژو د معیاري کولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادو کمېټو رئیسانو او غړو ژمنه وکړه چې د هېواد نافذه قوانینو ته به ژمن پاتې شي او د سوداګرو د ستونزو د حل او د هغو د مطرح کولو لپاره به د خونې له مشرتابه او حکومت سره لا زیاتې هڅې وکړي.
د دغو کمېټو د پرانیستې په مراسمو کې د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو او د یادو کمېټو غړو هم ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د درملو او طبي وسایلو تخصصي کمېټې د ۱۷ غړو په لرلو سره ښاغلی سید احمد نورزاد د رئیس، احمد فواد قیامي د مرستیال او الحاج محمد ادریس د منشي په توګه وټاکل. دغه راز د زېربنا او ودانیزو چارو تخصصي کمېټه د ۱۶ غړو په لرلو سره ښاغلی حمیدالله حبیبي د رئیس، انجینر نورالله راسخ او اسدالله فروغیار د مرستیالانو او سیدعلي اقبال د منشي په توګه وټاکل او په رسمي ډول یې خپل کاري فعالیتونه پیل کړل.
 
سه‌شنبه، وري ۲۵مه، ۱۴۰۵