د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي په هرات ښار کې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات او د ازبیکستان د اندیجان ولایتونو د خصوصي سکتور ترمنځ په سوداګریزه ناسته کې چې د سوداګریزو نظرونو د تبادلې او ګډو پانګونو د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
ښاغلي خوافي، هرات ولایت ته د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او ازبیکستان په ځانګړې توګه د هرات او اندیجان ولایتونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. هغه د هرات ستراتیژیک موقعیت، د اسلامقلعه او تورغونډۍ بندرونو مهم رول ته په اشارې وویل چې هرات د هېواد له مهمو سوداګریزو او صنعتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د اقتصادي ودې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د سوداګریزو پلاویو تبادله مهمه ګڼي او د سوداګرۍ د اسانتیا او همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هرات او اندیجان ترمنځ ګډې اړیکې یو مثبت ګام بولي.
په دې ناسته کې د هرات والي، ښاغلي شیخالحدیث مولانا نوراحمد اسلامجار، د اندیجان والي، ښاغلي شهرت عبدالرحماناوف، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي محمد یونس قاضيزاده، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف او د دواړو هېوادونو ګڼشمېر سوداګرو ګډون کړی وو.
د هرات والي هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هغې د پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د اندیجان له سوداګرو او پانګوالو سره د نظرونو د تبادلې لپاره یاد ولایت ته سفر تنظیم کړي.
په دې سوداګریز غونډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو کې د څه باندې نیم میلیارد( ۵۲۴ میلیونو امریکایي ډالرو) په ارزښت ۱۴ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.