د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د څلورم پړاو پنځمه نوبتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي پنځمه غونډه د خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ، د مرستیالانو، مالي رئیس، دارالانشاء رئیس، عامل پلاوي رئیس، د مدیره پلاوي اکثریت درنو غړو او د عامل پلاوي د ریاست د ځينو کارکوونکو په ګډون د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې جوړه شوه.
 
په پیل کې ښاغلي هاشمي د افغانستان د اقتصادي ثبات او خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې د ملي سوداګرو د ارزښتناک رول او خدمتونو په اړه خبرې وکړې او ده په سختو حالاتو کې د دوی له خدمتونو مننه وکړه، له هغوی یې وغوښتل چې د لا زیات مسوولیت احساس او د هېواد د ټولنیزو ګټو ته په لومړیتوب ورکولو سره د خپل ولس او ټولنې خدمت ته دوام ورکړي.
وروسته، د غونډې د اجنډا اړوند موضوعات د دارالانشاء رئیس، ښاغلي الحاج ذبیح‌الله عمرخېل لخوا غونډې ته وړاندې شول.
ورپسې، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني لخوا د تېرو اوو میاشتو مالي راپورونه او کاري لاسته راوړنې غونډې ته وړاندې شوې.
د اجرائیه کمېټې د پنځمې غونډې د پرېکړو تر تصویب وروسته، چې په کې د ۱۴۰۵ کال لپاره د مرکزي دفتر او ولایتي/ولسوالیو خونو د وړاندیز شوې بودیجې تائید هم شامل و، همدارنګه د اجنډا اړوند موضوعاتو، د مدیره پلاوي او عامل پلاوي ریاست د وړاندیزونو تر بحث وروسته، د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
 
دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۴۰۵