د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور سوداګریزه ناسته کې د څه باندې نیم میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د نظرونو د تبادلې او د پانګونې د جذب په موخه د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شوه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د اندیجان ولایت د والي او سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دا ډول سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وبلل. هغه زیاته کړه چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي بنسټونو همکارۍ په څرګند ډول ډېرې شوي، او د ګډو نندارتونونو جوړول، سوداګریز کنفرانسونه، د پلاویو تبادله، د ګډې سوداګریزې شورا رامنځته کول او د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول د دې بهیر مهمې لاسته‌راوړنې دي.
ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان ته د ازبیکستان د سوداګریزو پلاویو پرله‌پسې سفرونه، چې د دې هېواد د بېلابېلو ولایتونو والیان یې مشري کوي، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا سبب شوي دي. د هغه په وینا، د دې سفرونو په پایله کې د کرنې، خوراکي توکو، کانونو، ټرانزیټ، لوجیستیک، ودانیزو چارو، نفتو توکو او انرژۍ په برخو کې ګڼ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې ټولیز ارزښت یې له ۱.۴ میلیاردو امریکایي ډالرو څخه زیات دی.
د خونې عمومي رئیس د افغانستان د پانګونې فرصتونو ته په اشارې وویل: د طبیعي شتمنیو شتون، ستراتیژیک موقعیت او ځوان کاري ځواک پانګوالو ته د کرنې، کانونو، انرژۍ، برېښنا تولید، ټرانسپورټ، لوجیستیک او صنعتونو په برخو کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په ټولو سختو حالاتو کې له دولت او خلکو سره د خصوصي سکتور د هر اړخیزې همکارۍ ستاینه وکړه او افغانستان یې د ازبیکستان د تولیدي محصولاتو لپاره مناسب بازار وباله او ده د چرګانو د روزنې (مرغدارۍ) په سکتور کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ګډې پانګونې چمتووالي خبره وکړه چې دا ډول پانګونې د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهمې دي.
ښاغلي عزیزی د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو په ځانګړې توګه د ویزو د ورکړې او ټرانزیټ برخو کې ازبیکستاني چارواکو ته مهم وړاندیزونه وړاندې کړل.
د ازبیکستان د اندیجان والي، ښاغلي عبدالرحمان‌اوف د دې ولایت د ظرفیتونو او تولیداتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او افغانستان ته د خپل سوداګریز پلاوي د سفر اساسي موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه له اندیجان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیاوبلله. د هغه په خبره، د دې ولایت سوداګر چمتو دي چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سمنټو، برېښنايي کېبلونو، درملو او بوټانو په تولید کې پانګونه او ګډې همکارۍ وکړي.
په دې سوداګریزه غونډه کې د چرګانو روزنې، نفتي توکو، تولید، سوداګرۍ او پانګونې په سکتورونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د څه باندې نیم میلیارد ډالرو(۵۲۰ میلیونو امریکایي ډالرو) په ارزښت ۳۸ هوکړه‌لیکوه لاسلیک شول.
په دې غونډه کې د ننګرهار والي، ښاغلي مولوي محمد نعیم آخند، د خونې د مدیره پلاوي ښاغلیو مرستیالانو، الحاج فیض محمد خوافي، الحاج میراجان سلیمان‌خېل، الحاج حبیب الله عمر، الحاج ګلبهار حبیبي او الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف، په کابل کې د ازبیکستان سفیر، ښاغلي آیبک عثمانوف، د خونې یوشمېر غړي، د ولایتي خونو مشرانو، د صنعت، کانونو، کرنې او مالدارۍ د خونو مشرتابه او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
 
یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۴۰۵