د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د ازبیکستان د اندیجان د محصولاتو نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د ازبیکستان د اندیجان ولایت د محصولاتو د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې چې د کابل په ښار کې ترسره شول، ګډون وکړ او د دې نندارتون له بېلابېلو غرفو یې لیدنه وکړه.
 
په دې نندارتون کې د اندیجان ولایت بېلابېل تولیدات او محصولات لکه؛ لاسي صنایع، کرنیز محصولات، خوراکي توکي او صنعتي تولیدات د دوو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي.
ښاغلي عظیمي د داسې نندارتونونو له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د نویو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او همدارنګه یې د داسې نندارتونونو له ترسره کېدو څخه د خونې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د اندیجان والي، ښاغلي شهرت عبدالرحمان‌اوف د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګري په تېرو کلونو کې مخ پر ښه کېدو وبلله او د دواړو هېوادونو له مشرتابه څخه یې د سوداګریزو نظرونو د تبادلې او د ګډو نندارتونونو د جوړېدو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه.
د دې نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر سوداګرو هم ګډون درلود.
 
یکشنبه، وري ۲۳مه ۱۴۰۵