د ازبیکستان د اندیجان ولایت سوداګریز او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاويو ترمنځ ګډه ناسته

د خصوصي سکتور دغه ګډه ناسته چې د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه، په کې د ازبیکستان له لوري د اندیجان والي، ښاغلي شهرت عبدالرحمان‌اوف، د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیس، ښاغلي دوران وهابوف او د هغه هېواد شاوخوا ۶۰ تنو سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، د افغانستان له لوري د خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د پالیسۍ او حکومت سره د اړیکو مرستیال، ښاغلي الحاج میراجان سلیمان خېل، د ولایتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج فیض محمد خوافي، د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني او د دې خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو ګډون درلود.
 
ښاغلي عبدالرحمان‌اوف د اندیجان او ازبیکستان د شته ظرفیتونو لکه؛ د باروړونکو او ټرانسپورټي وسایطو تولید، د جامو تولید، کرنیزو محصولاتو، د چرګانو غوښه، درملو او خوراکي توکو تولید، سمنټ او ودانیزو توکو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د صادراتو او ګډو پانګونو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
ښاغلي عظیمي د ازبیکستان سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هغه هېواد لخوا افغان سوداګرو ته د برابر شویو اسانتیاوو او همدارنګه هلته د سوداګریزو کنفرانسونو او اړیکو ناستو د جوړېدو څخه مننه وکړه او د دې ډول ناستو پر دوام او د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د دواړو خواوو سوداګرو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې برخو کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو صادرولو ستونزې مطرح کړې او د دواړو هېوادونو له حکومتونو څخه یې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه. د اندیجان د والي، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئیس او همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.
 
یکشنبه، وري۲۳مه، ۱۴۰۵