د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او د دوست هېواد ازبیکستان د سوداګریز پلاوي د پېژندنې غونډه

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دوست هېواد ازبيکستان د سوداګریز پلاوي د هرکلي له مراسمو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلی مولوي شهاب الدین ثاقب هم حضور درلود، د ازبیکستاني پلاوي له رئیس، ښاغلي شهرت عبدالرحمان‌اوف سره ولیدل.
 
په دې لیدنه کې د خونې عمومي رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د نړیوالو سوداګرو د سترو پانګونو د فرصتونو په اړه ازبيکستاني مېلمنو ته معلومات ورکړل.
وروسته ښاغلي ثاقب په افغانستان کې د ښه امنیتي وضعیت او د هر ډول پانګونې لپاره د مناسبو ځمکو ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې د نړیوالو پانګوالو د جلب او جذب لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له چمتووالی خبر ورکړ.
د غونډې په دوام کې، د ازبیکستان د سوداګریز پلاوي رئیس او لوړپوړو غړو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پرمختګه خوښي وښوده او افغانستان ته یې د خپل سفر د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل.
 
شنبه، وري ۲۲مه، ۱۴۰۵