د ترکیې د پوهنې بنسټ رئیس سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له رئیس، ښاغلي احمد توکور سره په لیدنه کې د دې ښوونیز بنسټ فعالیتونه وستایل او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
 
په دې لیدنه کې چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړي هم حاضر وو، چې لومړی د قران عظیم الشان مبارک آیتونه تلاوت شول، وروسته ښاغلي هاشمي په افغانستان کې د ترکیې بشردوستانه او بنسټیز فعالیتونه وستایل، د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې یې تاریخي او اوږدمهاله یادې کړې او د هېواد د کادري ځواک د پیاوړتیا لپاره د ترکیې د پوهنې څو کلنې لاسته راوړنې یې مهمې وبللې.
وروسته، ښاغلي توکور د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس او مدیره پلاوي حاضرو غړو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان سوداګر او پانګوال د دې هېواد د مهم او بااعتباره سکتور په توګه د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري، او غوښتنه یې وکړه چې دا مهم سکتور د پوهنې د ملاتړ لپاره هم همکاري وکړي.
د ترکیې د پوهنې بنسټ رئیس زیاته کړه چې دا بنسټ اوس د یوې نړیوالې ادارې په توګه د نړۍ په ۶۴ هېوادونو کې فعالیت لري چې په ځانګړې توګه د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د پوهنې د پرمختګ په برخه کې کار کوي٬ او افغانستان هم له دې هېوادونو څخه یو دی چې دا مهال په ۸ ولایتونو کې یې دا بنسټ فعالیتونه لري، او د پراختیایي پروګرامونو له مخې په نږدې ورځو کې به په خوست او تخار ولایتونو کې هم افغان-ترک ښوونځي پرانيستل شي.
دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا په موخه د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
 
شنبه، وري۲۲مه، ۱۴۰۵