د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي سکتورونو لپاره د تخصصي کمېټو د جوړولو په دوام، د صرافۍ او پولي خدمتونو تخصصي کمېټه د خونې د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د صرافۍ او پولي خدمتونو د تخصصي کمېټې رئیس او مدیره پلاوي غړي، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد، د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني، د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي هېواد باز، یوشمېر صرافانو او د دې کمېټې د غړو په حضور کې د خونې د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې پرانیستل شوه.
ښاغلي عمر، د ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد د ټاکل کېدو له امله نوموړي ته مبارکي وویله او د کمېټې غړو ته یې ښه راغلاست ووایه، او د لوی خدای(ج) څخه یې ورته د خلکو او د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د صرافۍ د خدمتونو په وړاندې کولو کې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.
ښاغلي امیني، د دې کمېټې جوړېدل یو مهم ګام وباله، څو د صرافانو د صنف نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له اړوندو دولتي ادارو سره همغږي او شریکې شي، او همدارنګه د صرافۍ د خدمتونو د ښه والي، سوداګرۍ ودې او د هېواد اقتصاد پیاوړتیا ته لاره هواره شي. هغه د خونې له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
ښاغلي نورزاد، د صرافانو د صنف رول د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له زیانمنو خلکو سره د مرستې او د بېړنیو حالاتو پر مهال د پولي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله، او هیله یې وښوده چې د دې کمېټې په جوړېدو سره به د صرافانو ستونزې حل شي او خلکو او د هېواد سوداګرۍ ته به لا ښه خدمتونه وړاندې شي.
په دې ناسته کې، ښاغلی نجیب الله تلاش د دې کمېټې د منشي په توګه وټاکل شو او پرېکړه وشوه چې د یادې کمېټې مرستیالان به په راتلونکې ناسته کې د ټولو غړو په حضور کې وټاکل شي.