د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین ذلګي عظیمي، د ازبیکستان د فرغانې ولایت له والي، ښاغلي بازاروف خیرالله خیدبرویچ او د هغه مرستیال، ښاغلي نورالدین محمد جانوف سره وکتل او په دې غونډه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د صادراتو او وارداتو د کچې لوړولو، د ټرانزیټ د بهیر د اسانتیا او همدارنګه د ګډو پانګونو د جلبولو په اړه خبرې او نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي عظیمي ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ خونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره لا زیاتې او دوامدارې هڅې وکړي او د اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا او سوداګرو ته د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې به له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړي. نوموړي همدارنګه د فرغانې والي ته بلنه ورکړه څو د خپل ولایت د سوداګریز پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې موجود فرصتونه له نږدې وارزوي.
د فرغانې والي د افغانستان د سوداګریز پلاوي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او افغان سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د فرغانې د یوه لوی سوداګریز پلاوي سره ګډ افغانستان ته سفر وکړي.
په دې لیدنه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سیداحمد نورزاد، الحاج عبیدالله هوتک، د خونې د عامل پلاوي ریاست مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل، د فرغانې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس، یولداشف شرزاد اکرموویچ او د بېلابېلو سکتورونو یوشمېر افغان سوداګرو هم ګډون درلود.