په فرغانه کې د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه جوړه شوه

ازبیکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر په درېیمه ورځ، د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل غونډه د هغه هېواد په فرغانه ولایت کې جوړه شوه.
 
په دې ناسته کې چې د خونې د پانګونې د برخې مرستیال، ښاغلي الحاج زلګي عظیمي په ګډون تنظیم شوې وه، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو، په ځانګړې توګه د جامو، خامو توکو، درملو او نورو سکتورونو کې۲۰سوداګریز هوکړه‌‌لیکونه چې ارزښت یې څه باندې ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالر وو، لاسلیک شول.
همدارنګه، د خونې د مشرتابه پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د فرغانې ښار له یوشمېر لویو صنعتي فابریکو او تولیدي فاریکو څخه هم لیدنه وکړه.
په دې سوداګریزه ناسته کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سیداحمد نورزاد او الحاج عبیدالله هوتک، د خونې د عامل پلاوي د ریاست مرستیال میرزمان پوپل او د دواړو هېوادونو یوشمېر سوداګرو هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، وري۱۷مه، ۱۴۰۵