د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي د يوه ۴۰کسیزه سوداګریز پلاوي په مشري چې په کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلي غړي٬ الحاج عبدالله رحیمي، الحاج سید احمد نورزاد او الحاج عبیدالله هوتک او د خونې د عامل پلاوي د ریاست مرستیال، میرزمان پوپل هم شامل وو، ازبيکستان ته سفر وکړ او د افغانستان او ازبيکستان د خصوصي سکتور ترمنځ په هغې سوداګریزې ناستې کې يې ګډون وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د فرغانې ولایت د قوقان ولسوالۍ په ښار کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د جامو، خامو توکو او درملو په برخو کې، د څه باندې ۶۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
همدارنګه، د دې سفر په ترڅ کې د خونې مشرتابه پلاوي د خدایار خان ماڼۍ تاریخي سیمې، بازارونو او د قوقان ښار د جامو، کاشي او کناف تولیدي لویې صنعتي فابریکې هم ولیدلې او د دې سیمې له صنعتي او سوداګریزو وړتیاوو سره له نږدې بلد شول.
دغه سفر او د ګډې سوداګریزې ناستې ترسره کېدل د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.