د زرنج او هرات روغتونونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د غړي او د نورزاد برادران شرکت رئیس له لوري د څه باندې ۴۰زرو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د نورزاد برادران شرکت رئیس، ښاغلي الحاج سخي احمد نورزاد د زرنج او هرات ولایتي روغتونونو ته د څه باندې ۴۰۴۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۵ ډوله بېلابېل طبي وسایل ډالۍ کړل.
 
په دې وسایلو کې د عملیاتو د مېز لپاره ۲ ترولي سټېنډونه، د انستیزي ماشین لپاره ۳ سودالیم سټېنډونه، د عمومي جراحي ۱سیټ، د پانسمان ۲۰سیټونه، د اپنډیسایټ ۵ سیټونه، د پشنت مانېټر ۵ پایې (CX12 Edan ۳ماډل، د نویو زېږېدلو ماشومانو ډیجیټل ۳ ترازوګانې، د درې‌چنله ECG ۱ماشین، د ۴۰۰ واټه الکتروکوټر ۲ دستګاوې، ۱ عدد امبولانسي وینټیلاتور، د ولادي ۵ مېزونه، د ۵ لیټره برقي سکشن ۲ماشینونه، د CPAP دستګاوې، د الټراسوند (Edan DUS-60 ماډل او د برقي اکسیجن تولید ۲ ماشینونه.
ښاغلي نورزاد زیاته کړه چې د زرنج او هرات ولایتي روغتونونو ته د ورکړل شویو وسایلو تر څنګ، د نیمروز ولایت د پنځو ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو لپاره هم د ۱۰زرو امریکایي ډالرو مرسته کوي. د هغه په وینا، هر کلینیک ته ۲زره امریکایي ډالر ځانګړي شوي او دغه وسایل به ډېر ژر دغو روغتیايي مرکزونو ته وسپارل شي.
 
یکشنبه، وري۱۶مه، ۱۴۰۵