د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلی الحاج آرین زلګي عظیمي د یوه د ۴۰ کسیزه پلاوي په مشرۍ چې پهکې د مدیره پلاوي ښاغلي غړي هر یو الحاج عبیدالله هوتک، الحاج عبدالله رحیمي او الحاج سید احمد نورزاد، د خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال، میرزمان پوپل او د هېواد یو شمېر مخکښ سوداګر شامل دي، د ازبیکستان د فرغانې ولایت ته ورسېدل.د دې سفر موخه په سوداګریزو ناستو کې ګډون، د ازبیکستاني چارواکو او سوداګرو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې دي.شنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۵