په فاریاب کې د ارمان ګروپ شرکتونو د مجتمع له لوري ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مبارکې روژې میاشتې په مناسبت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د ارمان ګروپ شرکتونو د مجتمع رئیس، ښاغلي محمدیونس ارمان د خپلو خیریه پروګرامونو، دیني او ټولنیزو مسوولیتونو په دوام په فاریاب ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د څلور قلمه لومړنیو خوراکي توکو مرسته وویشله.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوی د ارمان ګروپ له دې نیک ګام څخه مننه کوي.
 
پنجشنبه، کب اومه، ۱۴۰۴