د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس په تعقیب او هڅو سره د اوسپنې پټلۍ په کرښو کې د سوداګرو د مالونو درېدو ستونزه حل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې برخې مرستیال، ښاغلي الحاج آرین زلګي عظیمي، د خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مدیره پلاوي یوشمېر غړو د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال سره وکتل او د خصوصي سکتور ستونزې یې مطرح کړې.
 
د غونډې په پیل کې، د خونې عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د نفتي توکو واردوونکو سوداګرو د ۱۴۰۱ کال د توقف شویو پیسو او همدارنګه د آقینې او تورغونډۍ بندرونو په اوسپنې پټلۍ په کرښو کې د ځینو نفتي توکو واردوونکو د مالونو درېدو ستونزه په تفصیل سره تشریح او دغو موضوعاتو ته یې د بېړنۍ رسېدنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه په دې کتنه کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج ګل میر امیني او حمیدالله حبیبي، د خونې سلاکار، احمد توفیق داوري او د نفتي توکو واردوونکو شرکتونو یوشمېر مسوولانو هم په وار سره خپل نظرونه او اندېښنې شریکې کړې.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ښاغلي مرستیال د توقف شویو پیسو په اړه وویل چې موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د ا.ا.ا محترم مقام ته وړاندې شوې او هر ډول پرېکړه به یې د اجرا او پلي کېدو وړ وي.
همدارنګه د سوداګرو د مالونو د خوشې کېدو په اړه د اوسپنې پټلۍ ادارې ښاغلي مرستیال لازمه لارښوونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې درېدلو مالونو ته دې ژر تر ژره د ترخیص او لېږد اجازه ورکړل شي.
په پای کې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
 
سه‌شنبه، کب پنځمه، ۱۴۰۴