باروړونکي وسایط له دې وروسته نور د پړاو او نوبت له سیستم څخه استفاده نه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوامداره وړاندیزونو او تعقیب او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره د ټاکل شوې کمېټې د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ به باروړونکي وسایط له دې وروسته نور د پړاو او نوبت له سیستم څخه استفاده ونه کړي.
 
د ا.ا.ا د مشرتابه د شفاهي لارښوونې او د اقتصادي معاونیت د مقام په لارښوونه د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د بنسټیز حل لپاره، د کار او ټولنیزو چارو د وزیر تر مشرۍ لاندې یوه کمېټه جوړه شوه چې اړوندې ادارې او د خصوصي سکتور استازي په کې شامل وو.
دې کمېټې د څو تخنیکي او مشورتي غونډو په ترڅ کې موضوع له بېلابېلو اړخونو په هر اړخیز ډول وڅېړله او د خصوصي سکتور وړاندیزونه او نظرونه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو سره د ګڼو غونډو له لارې راټول او مستند شوي وو، په دقت سره وارزول شول.
د وروستۍ غونډې پر مهال چې د کب دوهمه جوړه شوه او د کار او ټولنیزو چارو وزیر یې مشري کوله، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د خصوصي سکتور مشخص وړاندیزونه په دلایلو سره وړاندې کړل.
د هر اړخیزو بحثونو او ترلاسه شویو هوکړو په پایله کې پرېکړه وشوه چې د باروړونکو وسایطو پخوانی «پړاو او نوبت» سیستم پای ته ورسول شي او د لېږد تنظیم ټرانسپورټي شرکتونو ته وسپارل شي. د دې پرېکړې له مخې، سوداګر او صنعتکاران به د ټرانسپورټي شرکتونو په ټاکلو او د لېږد چارو په تنظیم کې بشپړه ازادي ولري او کولای شي د خپلو سوداګریزو ګټو له مخې پرېکړه وکړي.
همدارنګه د دې کمېټې پرېکړه او نظرونه به د ا.ا.ا د تایید لپاره اقتصادي معاونیت او مشرتابه ته وړاندې شي څو له منظورۍ وروسته د لوړپوړو چارواکو د لارښوونې له مخې به یې په رسمي ډول عملي کول پیل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې پرېکړې هرکلی کوي او دا یې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا، سالمې سیالۍ د پیاوړتیا، د غیرضروري مداخلو د کمېدو او د هېواد د کاروباري چاپېریال د ښه کېدو په لور مهم ګام بولي.
 
شنبه، کب ۲مه، ۱۴۰۴