د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان بانک له لومړي مرستیال، ښاغلي صدیقالله خالد سره وکتل او د خصوصي سکتور د ستونزو، په ځانګړي ډول بهر ته د پیسو د لېږد او پر لویو بنسټیزو پروژو د پانګونې په اړه یې خبرې اترې وکړې.ښاغلي هاشمي د خونې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د حکومت ترڅنګ د خلکو د خدمت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.نوموړي بهر ته د پیسو د لېږد په برخه کې د خصوصي سکتور شته ستونزې یادې کړې او له افغانستان بانک څخه یې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.د خونې عمومي رئیس همدارنګه د بهرنیو پانګو د راټولولو لپاره د یوه مالي صندوق د جوړولو وړاندیز وکړ څو د هېواد د لویو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او تمویل لپاره وکارول شي.هغه د خصوصي بانکونو پر ونډې اخیستنې ټینګار وکړ او په ځانګړي ډول په داسې پروژو کې لکه د تېلو د چاڼخونې جوړول، د تار د تولید د یوې سترې فابریکې جوړول او د اوسپنې کېندنې او غوښتنه یې وکړه چې د خصوصي بانکونو د پانګونې پر وړاندې شته خنډونه لرې شي.ښاغلي خالد د یادو وړاندیزونو هرکلی وکړ او په اړوندو برخو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د مالي صندوق د جوړېدو له طرحې یې ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، که د دې صندوق د جوړېدو تفصیلي طرحه ورسره شریکه شي، افغانستان بانک چمتو دی لازمې همکارۍ ترسره کړي.د افغانستان بانک لومړي مرستیال همدارنګه څرګنده کړه چې دغې ادارې تل هڅه کړې له خصوصي سکتور سره نږدې همکاري ولري او د خصوصي بانکونو له لارې د پیسو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.نوموړي د خونې له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې د هېواد سوداګر او پانګوال وهڅوي څو خپلې ټولې مالي لېږدونې د بانکي سیستم له لارې ترسره کړي.پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۴۰۴