په کابل کې د ترکیې سفیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر، ښاغلي سادین آییلدیز سره د پېژندنې لیدنه وکړه.
 
ښاغلي هاشمي، آییلدیز ته د ښه راغلاست ترڅنګ هغه ته پر دې دنده د ګمارنې مبارکه ورکړه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د فعالیتونو، پروګرامونو، د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې یې د خونې د رول په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، خونه ژمنه ده چې د ترکیې له لوري سره په همغږۍ به د تېر کال په پرتله د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي او د افغان سوداګرو، پانګوالو او موټر چلوونکو لپاره د سوداګریزو ویزو د صادرېدو د بهیر پر اسانتیا هم ټینګار وشو.
سربېره پر دې، خونې وړاندیز وکړ چې د ترکیې د هغو سوداګرو او شرکتونو نوملړ چې بېلابېل سکتورونه په کې شامل وي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته دې وسپارل شي څو هغه غړي چې له ترکیې سره د ځانګړو توکو د صادراتو او وارداتو علاقه لري، وکولای شي له ترکي شرکتونو سره مستقیمې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.
ښاغلي سادین آییلدیز د خونې د عمومي رئیس له خوا د وړاندې شويو نظرونو او وړاندیزونو هرکلی وکړ او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، هڅه به وکړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پلاويو د تبادلې کچه لوړه کړي، او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو د استازولیو یا ګډې خونې جوړول د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره مهم او اغېزناک وبلل.
 
چهارشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۴۰۴