د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د ریاست الوزراء له مرستیالانو سره په جلاجلا لیدنو کې د خصوصي سکتور ستونزې مطرح کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په داسې حال کې چې د خونې سوداګريز مرستیال، ښاغلي الحاج ګلبهار حبیبي، د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د خونې د خدماتي چارو مرستیال، ښاغلي الحاج عنایت الله صدیق زي او د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني هم حضور درلود؛ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ښاغلي ملا عبدالغني برادر او همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال، ښاغلي ملا عبدالسلام حنفي سره په جلاجلا لیدنو کې د هېواد د خصوصي سکتور اړوند بېلابېل موضوعات او د سوداګرو ستونزې مطرح کړې او د دغو ستونزو د حل په برخه کې یې د دغو مرستیالانو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي برادر او ښاغلي حنفي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او د مشرتابه پلاوي د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل چې حکومت د هېواد له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرو ستونزو ته به رسېدنه وشي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له نوښتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او له خونې یې خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
 
سه‌شنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۴۰۴