په کابل کې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو د سوداګریز تواصل کنفرانس جوړ شو

د افغانستان او ازبیکستان د سوداګرو د سوداګریز تواصل کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت د مالي او اداري مرستیال، د خونې درنو مرستیالانو او مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو، د ازبیکستان د سردریا والي، ښاغلي ارکین جان توردیموف، په افغانستان کې د ازبکستان سفیر، ښاغلي ایبیک عثمانوف او د دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر سوداګرو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
 
ښاغلي هاشمي د سردریا والي او ورسره سوداګریز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان ته د ازبیکستان د سوداګرو د سفر او سوداګریزو راکړو ورکړو ته د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې یې د پانګونو د شته فرصتونه یادونه وکړه. د خونې عمومي رئیس زیاته کړه: هیله لرو څو دا غونډه د دې لامل شي چې د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال د ګټورو بحثونو او نظرونو تبادلو وروسته مطلوبو پایلو ته ورسېږي.
ښاغلي عزیزي د هېواد سوداګري د پراختیا او زیاتېدو په حال کې وبلله او په دې برخه کې یې د خصوصي سکتور رول مهم او بنسټیز وباله او له ازبیکستان سره یې د ښو سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو ته اشاره وکړه او ویې وویل، همدا اړیکې د دې لامل شوي چې د افغانستان او ازبیکستان د ۱۴ ډوله سوداګریزو توکو لپاره ترجیحي تعرفې په پام کې ونیول شي.
د ازبیکستان د سردریا والي د افغانستان د خصوصي سکتور او حکومت له مېلمه‌پالنې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ښو سوداګریزو، اقتصادي او تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه. هغه د افغانستان سره د ښو سوداګریزو شریکانو په لرلو خوښي څرګنده کړه او همدارنګه یې د سردریا ولایت شته ظرفیتونه د ګډې پانګونې لپاره ښه فرصت وباله.
د دې غونډې په دوهمه برخه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو د اتو سکتورونو په برخو کې بحثونه وکړل چې په پایله کې یې ښې پایلې ترلاسه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د غونډې پایلې راټولې کړې او ویې ویل: په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په اوو بېلابېلو سکتورونو کې د ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه په زیات ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. د هغه په وینا، د خوراکي توکو، ودانیزو توکو، سمنټو، درملو، اوړو، غنمو، دانه لرونکو حبوباتو او نورو سوداګریزو توکو په برخو کې هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول.
 
دوشنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۴۰۴