د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت د درېیم نړیوال نندارتون د پيل مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي ګډون

په دې نندارتون کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي ښاغلیو غړيو، محمد ابراهیم حبیب‌یار او حمیدالله حبیبي، د خونې د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال میرزمان پول، د خونې یو شمېر غړو او د ودانیز سکتور پانګوالو ګډون درلود.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ښاغلي حمیدالله حبیبي په دې نندارتون کې د خونې د فعالیتونو، په ځانګړي ډول د ودانیز سکتور او د نوې ټکنالوجۍ پر بنسټ د اوسنیو نوښتونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅه کړې او کوي چې له دې سکتوره هر اړخیز ملاتړ وشي څو دا سکتور د هېواد د ودانیز پرمختګ سبب وګرځي.
 
پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۴۰۴