د بلخ والي او ښاروال سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي د بلخ والي، ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا او د مزارشریف ښاروال، ښاغلي الحاج حافظ عبدالرحمن همت سره ولیدل او د هغوی خدمتونه او همکارۍ یې وستایلې.
ښاغلي هاشمي د خصوصي سکتور د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو د پیاوړتیا په تړاو د بلخ ولایت مقام او د مزارشریف ښاروالۍ له اغېزمنو همکاریو او دوامداره ملاتړ ستاینه وکړه او د دغو خدمتونو په درناوي یې هغوی ته د خصوصي سکتور مننلیکونه ډالۍ کړل.
ښاغلي وفا هم د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه او د بلخ د سیمه‌ییزې ادارې له لوري یې د خصوصي سکتور په هر اړخیزې او دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اقتصادي ودې، د کار او کاروبار د چاپېریال د ښه‌والي او د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به اړینې همکارۍ او همغږۍ دوام ولري.
په دې لیدنه کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو او د دې ولایت د کانونو او صنایعو خونې رئیس هم ګډون درلود.
 
دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۴