د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم هاشمي، فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اندخوی د مالګې کان د سړک جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.په دې مراسمو کې د حکومت لوړپوړو چارواکو له ډلې د فاریاب والي، ښاغلي الحاج عبدالاحد فضلي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت اقتصادي رئیس، ښاغلي الحاج محمد ابراهیم حکمت، د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار، ښاغلي مولوي مطیع الله حقاني، د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس، ښاغلي عبدالحمید نیازي، د فاریاب د کانونو رئیس، ښاغلي مولوي محمد عارف عارفي، د فاریاب د علماوو شورا رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث عبدالجلیل شهیدخېل، د قومي مشرانو له ډلې، شیخ غلامنبي، استاد قلیچ، استاد ندیم، حاجي عیدي محمد بای، استاد عبدالغفور تیموري او وکیل عبدالوهاب، ولسوالانو، د اندخوی او دولتآباد ولسوالیو یو شمېر نورو مشرانو حضور درلود.د دغه سړک اوږدوالی ۱۴.۲ کیلومتره دی چې د ابوسعید د کانونو د کیندنې شرکت په پانګونې چې د اندخوی د مالګې کان قراردادي هم دی، جوړېږي او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.یاد سړک د مزار ـ فاریاب لویې لارې څخه جلا کېږي او د اندخوی د مالګې کان تر دشت لیلي پورې غځېږي چې د مالګې کان د کیندنې او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره به ډېر ارزښت ولري.چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۴۰۴