د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د یونسکو د پوهنې برخې له رئیسې، آغلې هوهوافن او د هغې له مل پلاوي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.د ناستې په پیل کې، آغلې هوافن په افغانستان کې د یونسکو د بېلابېلو مسلکي پروژو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور د بازار له اړتیاوو سره سم د مسلکونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.آغلې هوافن ژمنه وکړه چې د خونې او یونسکو ترمنځ د همکاریو د هوکړهلیک تر لاسلیک وروسته به د تخنیکي موضوعاتو په برخه کې د ګډو لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره، په ګډه کار وشي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، آغلې هوافن او د هغې مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، په افغانستان کې د یونسکو له پروګرامونو هرکلی وکړ او د اړمنو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د کار زدهکړې او کارموندنې په برخو کې یې خپل مشخص وړاندیزونه وکړل.د خونې عمومي رئیس زیاته کړه چې په ښارونو او کلیو کې د ښځو لپاره ډېرې کاري زمینې شته او که د یونسکو لهخوا ملاتړ وشي، کولای شي اړمنې کورنۍ اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوي. نوموړي د لاسي صنایعو، د غالۍ اوبدلو صنعت، د دې بهیر د ګډونوالو لپاره د اجباري سواد زدهکړې، د ښځو لپاره د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.ښاغلي هاشمي د یونسکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه څو دا پروګرامونه په راڼه او بریالي ډول عملي شي او د دغو پروژو د پلي کېدو په برخه کې یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ، ۱۴۰۴