د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د مشرتابه له غړو سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې رئیس، عبدالله قل، د ټولنې مرستیال، قربانعلي جمشیدزاده، د ټولنې فرهنګي کمېټې مسوول، ښاغلي محب‌الله کوهي او د دې ټولنې د مشرتابه له یو شمېر نورو غړو سره د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
د دې ټولنې رئیس او مرستیال د تېرو کلونو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د غالیو د تولید د ودې، بازارموندنې او صادراتو په برخه کې یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لخوا د غالیو د سکتور د تخصصي کمېټې د جوړېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د غالیو د ټولنې مشرتابه دې په دې کمېټه او همدارنګه د مالیې وزارت د تعرفې په کمېټه کې برخه واخلي.
ښاغلي هاشمي، غالۍ د مهمو تولیدي او د هېواد د تر ټولو سترو صادراتي توکو له ډلې څخه وبلله او زیاته یې کړه: "خوشبختانه د افغانستان غالۍ په نړیواله کچه ښه شهرت لري او سږ کال هم د رنګ او کیفیت له اړخه لومړی نړیوال ځای خپل کړ."
د خونې عمومي رئیس ډاډ ورکړ چې د خونې لخوا به د غالیو د سکتور ستونزو د حل په برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ هراړخیزه همکاري وشي او وړاندیز یې وکړ چې دغه ټولنه دې د غالیو د تخصصي کمېټې د مرستیال په کچه د مشرتابه یو غړی او درې نور د کمېټې د غړو په توګه معرفي کړي څو د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته په چټکۍ سره رسېدنه وشي.
 
دوشنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۴۰۴