له یو شمېر مخکښو سوداګرو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریـم د باهر سلام او باهر کیهان شرکت رئیس، ښاغلي حاجي ابوبکر باهر، د ضیافت شرکت او ضیافت رسټورانټ له رئیس، ښاغلي حاجي پاینده رحیمي او مل پلاوي سره د خونې په عمومي ریاست کې ولیدل.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي رحیمي په هېواد کې د نړیوالو معیارونو مطابق د لبنیاتو د یوې لویې تولیدي فابریکې د جوړولو لپاره د خپلې بشپړې پانګونې چمتووالی څرګند کړ او په دې برخه کې یې د خونې د عمومي رئیس د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
همداراز، ښاغلي هاشمي د تولیدي فابریکو جوړول، په ځانګړي ډول د مالدارۍ د محصولاتو پروسس، د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله او سوداګر یې په هېواد دننه لا ډېرو پانګونو ته وهڅول.
نوموړي ډاډ ورکړ چې خونه به د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، هغو سوداګرو ته چې د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لېوالتیا لري، د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
 
دوشنبه، سلواغې۱۳مه، ۱۴۰۴