د هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزير سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس ليدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د هېواد د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر، الحاج نورالدین عزیزي سره وکتل.
 
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګونې په اوسني وضعیت، د نندارتونونو جوړولو، سوداګرۍ د پراختیا، د خصوصي سکتور د شته ستونزو د حل او د سوداګرۍ اړوند نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو د لا زیاتو سوداګریزو همکاریو پر ترسره کولو هم هوکړه وکړه.
 
پنجشنبه، سلواغې ۲مه ، ۱۴۰۴