د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په افغانستان کې د تېلو چاڼخونې جوړولو د طرحې په تړاو د هند د تېلو او ګازو د یوه نامتو شرکت له متخصصینو سره دوهمه تخنیکي غونډه وکړه.په دې ناسته کې د تېلو د چاڼخونې د پروژې تخنیکي او مالي جزییات په بشپړ ډول وړاندې شول.د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، دغه چاڼخونه به په لومړي، دوهم او درېیم پړاو کې په مجموعي توګه د ۸۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت او د ورځې تر ۱۰زره ټنو د تولید په ظرفیت جوړه شي.د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، د دې چاڼخونې د ډیزل تېلو، پټرولو، د الوتکو تېل، مازوت او مایع ګاز (LPG) کلنی تولید به په مجموع کې ۳ میلیونه ته ورسېږي.د ناستې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس دغه پروژه د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا، د تېلو او ګازو پر وارداتو د هېواد د تکیې د کمولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د اقتصادي ودې له پلوه خورا مهمه وبلله او د دې پروژې د تطبیق لپاره یې پر دوامدارو تخنیکي همغږیو او د پانګونې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.سهشنبه، مرغومې۳۰مه، ۱۴۰۴