د درملو واردوونکو ټولنې رئیس او غړو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سوداګرۍ خونې له عمومي رئیس سره شریک کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د درملو واردوونکو ټولنې له رئیس ، ښاغلي ډاکتر فضل‌الله نیازي او د ټولنې له یو شمېر غړو سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ډاکتر نیازي، هېواد ته د درملو د واردولو لپاره د بدیلو لارو د موندلو برخه کې د ټولنې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل او همدارنګه یې د بېلابېلو درملو د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د ګډې پانګونې یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خونې د عمومي رئیس د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د درملو واردوونکو رول د هېواد د اقتصادي ودې او خلکو د روغتیا لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې خونه به د هغوی د ستونزو د حل او د درملو په سکتور کې د ګډې پانګونې د اسانتیاوو د برابرولو برخه کې بشپړ ملاتړ وکړي.
 
دوشنبه، مرغومې۲۹مه، ۱۴۰۴