د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیبالله عمر په شتون کې د ازبیکستان له نامتو سوداګر، ښاغلي بیګزاد سدیوف او د هغه مل پلاوي سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او دواړو لورو د کرنې په سکتور کې د ګډو پانګونو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي سدیوف د کرنې سکتور، په ځانګړې ډول په کابل او میدان وردګو کې د سړو او شنو خونو جوړولو په موخه له څو تنو افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د خونې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې د ازبیک او افغان سوداګرو د ګډو پانګونو هرکلی وکړ او خونه یې د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور ملاتړې وبلله.
هغه ډاډ ورکړ چې خونه به د پانګونې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې بشپړ ملاتړ وکړي.