په کابل کې د روسیې سفارت د اقتصادي برخې له مسوولانو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي په کابل کې د روسیې سفارت د اقتصادي برخې له مسوول، ښاغلي نیکولای ویف‌ګین او د هغه له مل پلاوي سره د خونې په مرکزي دفتر کې وکتل او دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي هاشمي د روسیې سفارت د اقتصادي برخې د مسوولانو هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پام کې لري چې په افغانستان کې د ونډې(شراکت) پانګونې له لارې یوه لویه چاڼخونه جوړه کړي چې دا به د هېواد د تېلو د تولید او چاڼ ظرفیت لوړ کړي او پراخ کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
نوموړي د روسیې سفارت له مسوولانو وغوښتل چې روسي انجینیران او متخصصین دې د یادې چاڼخونې په تخنیکي برخه کې همکارۍ ته وهڅوي او همدارنګه افغان سوداګر دې د روسیې د تېلو پروسس له سترو روسي فابریکو سره اشنا کړي.
د روسیې سفارت د اقتصادي برخې مسوولانو د خونې د عمومي رئیس وړاندیزونه وستایل او له افغان سوداګرو سره د روسي سوداګرو د راکړې ورکړې لپاره یې چمتووالی څرګند کړ.
هغوی ډاډ ورکړ چې په کابل کې د روسیې سفارت به د هغو وړاندیزونو ملاتړ وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌ اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي.
 
دوشنبه، مرغومې۲۹مه، ۱۴۰۴ لمریز کال