د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د منځني ختیځ لپاره د ترکیش ایرلاینز هوایي شرکت د کارګو مدیر، ښاغلي سرکان سونز او د هغه له مل پلاوي سره د خونې د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو په پراختیا او د نړیوالو بازارونو ته افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په تړاو بحث او د نظر تبادله وشوه.ښاغلي سونز د ترکیش ایرلاینز د هوايي کارګو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: له نېکهمرغه ترکیش ایرلاینز د وایډیکټ تر نامه لاندې نوی هوايي کارګو سیستم رامنځته کړی چې کولای شي د افغان سوداګرو ټول توکي په خوندي ډول او په ټاکلي وخت کې نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.نوموړي د هېواد په هوايي ډګرونو کې د معیاري سړو خونو او ګودامونو نشتوالی یو له مهمو ستونزو وبلل او د خونې له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل چې د یاد هوايي کارګو له لارې سوداګر د خپلو مالونو لېږدولو ته وهڅوي.په مقابل کې ښاغلي هاشمي د ښاغلي سونز او د هغه د مل پلاوي هرکلی وکړ او د وایډیکټ تر نامه لاندې د نوي کارګو رامنځته کېدل د صادراتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګریزو توکو د چټک لېږد په برخه کې مهم وبلل.نوموړي د بریالیتوب او د سوداګرو د باور د جلبولو په موخه د مناسبې کرایې ټاکل د کارګو لپاره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د یاد کارګو له لارې د لېږد لپاره د سوداګرو د هڅونې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.یکشنبه، مرغومې ۲۸مه، ۱۴۰۴