د هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د غړو لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د مدیره پلاوي ځینو ښاغلو مرستیالانو، د مدیره پلاوي یو شمېر ښاغلو غړو او د خونې عامل پلاوي رئیس، د روان کال د مرغومې میاشتې ۲۳مه، د سه‌شنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مولوي امیرخان متقي سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې، ښاغلي هاشمي د سوداګرۍ، ټرانزیټ، په افغانستان کې د پانګونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند مسایلو، د افغانستان د اقتصادي سکتورونو په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او جلب په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د بهرنیو پانګوالو د لا ډېرې هڅونې په موخه، د بهرنیو چارو له وزارت څخه د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي متقي، د خونې عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي غړو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له وړاندیزونو هرکلی وکړ، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او په په ځانګړې توګه د بهرنیو پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې، د دې وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
سه‌شنبه،۲۳مه، ۱۴۰۴