یاده غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس، ښاعلي الحاج سید کریم هاشمي په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د یادې کمېټې د کار د انسجام او ښه والي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه، په ځانګړې توګه د لارو د پرانیستلو لپاره، د مذاکراتو وړاندیز کړی و. دغه وړاندیز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري له هرکلي سره مخ شو او د همدې هدف لپاره څو انلاین غونډې هم وشوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د روانې مرغومې میاشتې په ۹مه او ۱۴مه د ترسره شویو انلاین غونډو وروسته، د پاکستان لوري د دواړو خواوو څخه د اووه کسیزو کمېټو د ټاکلو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري تائید شوه.
په لومړي ګام کې، د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په رسمي ډول د خپلې کمېټې غړي د افغانستان لوري ته معرفي کړل، او وروسته بیا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د خپلې کمېټې غړي په رسمي ډول پاکستان ته ور وپېژندل.
دا پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به د روانې مرغومې میاشتې په ۱۶مه، ۱۴۰۴ لمریز کال، د سهشنبې په ورځ، د فرضي کرښې په صفري سیمه (تورخم) کې د اووه کسیزې کمېټې غونډه ترسره کوي. خو د پاکستان لوري په بخښنې غوښتلو سره د یادې غونډې د ځنډولو غوښتنه وکړه او د پنجشنبې ورځې، د ۱۴۰۱۴ کال د روانې مرغومې ۱۸مې نېټې ته یې وځنډوله. تر دې دمه، د یادې غونډې د ګډون په اړه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري کوم رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي.
ښاغلي سوداګر او د خصوصي سکتور ټول قدرمن غړي دې خبر وي.