د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو فدراسیون ترمنځ آنلاین ناسته وشوه

یاده ناسته په انلاین بڼه د دې لپاره جوړه شوه څو په ټولو او هر راز حالاتو کې د تل لپاره د تګ‌ راتګ لارې بېرته پرانیستل شي، ګډې همکارۍ پیاوړې شي، د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره همغږي میکانېزمونه رامنځته شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له شته ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د دې خونې عمومي رئیس، سید کریم هاشمي، د خونې ځينو مرستیالانو، د مدیره پلاوي غړو، د ولایتي خونو رئیسانو او د هېواد یو شمېر مطرحو سوداګرو، همدارنګه د پاکستان له لوري د دې هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون رئیس، شیخ عاطف تنویر، د خیبر پښتونخوا، کویټې، شمالي وزیرستان او کورمې د سوداګرۍ او صنایعو خونو یو شمېر رئیسانو هم کړی وو.
ښاغلي هاشمي د تګ‌ راتګ لارو بندېدل د دواړو ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد په زیان وباله او زیاته یې کړه چې دغه لارې د پاکستان د حکومت له لوري تړل شوي دي.
نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو له فدراسیون وغوښتل څو د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ستونزې له خپلو لوړپوړو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې په ټولو حالاتو کې د تل لپاره د تګ‌ راتګ لارې پرانيستې پرېږدي.
ښاغلي هاشمي٬ سوداګر د هېوادونو د سولې سفیران وبلل او ترې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ښه والي لپاره فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي تنویر د افغانستان حکومت او ملت ورونه وبلل او د تګ‌ راتګ لارو د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو د ستونزو د حل په موخه یې د پرله‌پسې ناستو پر جوړولو ټینګار وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به د پاکستان د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په بشپړه توګه شریکې کړي.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴