د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ریاست الوزراء اداري مرستیال، ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي سره د ریاست الوزراء د معاونیت په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د خونې د عمومي رئیس او مشرتابه پلاوي د نورو غړو له لوري د خصوصي سکتور او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند بېلابېل موضوعات د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره مطرح شول چې په ځواب کې ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج حبیب‌الله عمر، د مدیره پلاوي خدماتي چارو مرستیال، الحاج عنایت الله صدیق‌زي، د مدیره پلاوي غړي، الحاج محمد یوسف یوسفي، د عامل پلاوي رئیس، الحاج محمد ولي امیني او د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال، میرزمان پوپل هم ګډون درلود.
 
سه‌شنبه، مرغومي ۹مه، ۱۴۰۴